کوئټه 03 اګست (اے پي پي) وړ??مبنۍ ميرمن ثمينه عارف علوي وئيلي دي د سيني کينسر په وخت تشخي?? سره د هغي مخنيوي باوري كيدے شي،دې لپاره ميرمني دې د بريسټ کينسر د رنځ علامات نظر انداز کولو په ځاے د رنځ تشخيص او درملني ته پام لرنه وكړي،حکومت د سيني کينسر څخه خبرتيا لپاره ټول اسټيك هولډر سره د مشاورت نه پس ګامونه پورته كوي،د خصوصي وګړو بحالي هم زما زړه ته نزدې ده او مونږ حکومتي ادارو سره په ګډه د هغوي د صحت او تعليم آسانيو لپاره هلي ځلي كوو، زه د ميرمنو ښېګړې او د هغوي پرمختګ لپاره فلاحي کارونو سره د وړاندي څخه تعلق لرم او په دې مهال ما د ميرمنو د تعليم او صحت په اړه بيل اقدامات كړي۔د دې ټولو مقصد دا ؤ چې ميرمني خپلواكه كړې شي دغسې چې هغوي د پاکستان سماجي او معاشي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهي په ورځ سرداربهادر خان وويمن يونيورسټي کوئټه كښې د سيني کينسر په اړه د خبرتيا دستوري ته وينا كښې وكړه،په دې موقع د بلوچستان اسمبلۍ غړي او پارليماني سيکرټري بشر??ٰ رند ،پارليماني سيکرټري ماه جبين شيران ،وائس چانسلر سردار بهادر خان وويمن يونيورسټي کوئټه ډاکټر ساجده نورين هم موجود وې ۔بيګم ثمينه عارف علوي ووئيل ميرمني د هېواد نيمه آبادي ده او كوم هم قام د خپلي نيمي آبادۍ په پرېښودلو پرمختګ نه شي كولے٬ دغسې په پاکستان كښې د ميرمنو شميره نزدې 10 نه تر 11 کروړه ده، دا ممکن نه ده چې زمونږ 10 کروړه آبادي د بنيادي صحت او تعليم آسانيو څخه محروم وي او هغوي ته يو برابر حقونه او يو ډول د پرمختګ موقعي ترلاسه نه وي ۔ دې ووئيل د پاکستان پرمختګ او د يو مثالي اسلامي رياست جوړولو لپاره به ميرمنو له خپل جائز حقونه وركول وي ۔ دې ووئيل اسلام او پاکستان خو ميرمنو له حقونه وركړي خو د مسلمان او پاکستاني په حثيت د دې حق په عملي توګه وركولو څخه مونږ وروستو پاتې يو او ميرمني د قربانۍ او ايثار د جذبې په نامه د خپل حق څخه محروم کړې كيږي كومه چې ناانصافي او د اسلام د روح په ضد كار دے۔ بيګم ثمينه علوي هيله څرګنده كړه چې د دې ګامونو په وجه به مونږ خصوصي وګړو او ميرمنو له په پاکستان كښې د هغوي جائز حقونه وركولو كښې بريالي شوو ۔د دستوري په آخر وائس چانسلر سردار بهادر خان وويمن يونيورسټي کوئټه ډاکټر ساجده نورين وړ??مبنې ميرمن بيګم ثمينه علوي له سونيئر وركړو او روايتي شال ئې ورته ډالۍ كړو
متعلقہ مضامین
-
Water and climate: rising risks for urban populations
-
Prices for naan, roti reduced in Karachi
-
Eight students to compete at science, engineering fair in US
-
Nisar to challenge findings of Quetta Commission in SC
-
GEM آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ کرنے کا آسان طریقہ
-
پی جی الیکٹرانکس کی آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ ۔ ڈیجیٹل تفریح کا نیا دور
-
بک آف ڈیڈ: ایک جدید اور قابل اعتماد بیٹنگ پلیٹ فارم
-
باکارا تفریحی ویب سائٹس: قابل اعتماد انتخاب کیسے کریں
-
ورجینیا الیکٹرانک ریلیبلٹی بیٹنگ ایپ کی جدید ترین خصوصیات
-
این ایس الیکٹرانکس ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: ایک قابل اعتماد پلیٹ فارم
-
ایم جی کارڈ گیم: دیانت دار تفریحی ویب سائٹ کی تلاش
-
لکی کاؤ آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ آن لائن کھیلوں کا بہترین تجربہ