اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي مخالفه ډله دې د احتجاج كولو په ځائې په هېواد او اولس رحم وكړي٬ په ګرانۍ به ډېر زر قابو وم??ندلې شي٬ مريم نواز په حساس ادارو تورونه لګولو سره ځان لپاره په خپله كنده كندي٬ افغانستان لپاره د دسمبر تر 31 مې نېټې وېزه فيس ختمولې شي٬ اوس به وېزه آن لائن وي٬ د ډاكټر عبد القدير مزار به د هغه د لور لخوا د راكړې شوې نقشې لمخې جوړولے شي۔ د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې هغه ووئيل د عید میلاد النبی ﷺ په موقعه زبردست انتظامات شوي دي، تر 120 کلومیټر د رڼاګانو انتظام شوے دے۔ سي ډي اے ته وئيلي شوي دي چې د ډاكټر عبد القدير خان مزار به د هغه د لور لخوا د راكړې شوې نقشې لمخې جوړ كړې شي۔ هغه ووئيل د كابينې لخوا د منظورۍ نه وروسته به داخله وزارت د بنديوانو په سزا كښې د درې مياشتو معافۍ كولو نوټيفكېشن جاري كړي بيا هم د سنګين نوعيت په كېسونو كښې ككړ وګړي به دې نه مستثنی وي۔ هغه ووئيل افغانستان لپاره د دسمبر تر 31 مې نېټې وېزه فيس ختمولې شي٬ دوئي لپاره آن آرائيول وېزه هم ځنډولې شوې ده٬ اوس به وېزه آن لائن وي٬ افغان سوداګرو ته به د 5 كالو تجارتي وېزه جاري كولې شي۔ په افغان پوله مونږ آئی بی اېم اېس سسټم په طورخم او چمن كښې لګولې ؤ او اوس دا سسټم به په بديني ٬ ??لا?? خان او كلاچۍ كښې هم نصب كولې شي۔ مونږ افغانستان سره په 2680 کلومیټره اوږده پوله دا سسټم لګوؤ۔ ??ا كار په 74 كاله كښې نه ؤ شوې۔ هغه ووئيل مونږ افغانستان سره يؤ نړۍ هم بايد افغانستان سره شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پي ډي اېم يو مړ شوے سياسي هاتھي دے۔ تېر دسمبر كښې دوي مونږ ته په مخ ښه ووئيل اوس بل دسمبر راروان دے۔ هغه ووئيل زه پي ډي اېم ته خواست كوم چې د كوهي د چيندخانو د سياست دور ختم شوے دے اوس د ژورو اوبو د سياست دور دے۔ هغه ووئيل په هېواد كښې ګراني د كورونا او قرضونو د لاسه راغلې ده۔ دا مهال ګرده نړۍ د ګرانۍ ستونزې سره مخ ده۔ هيله ده چې په ګرانۍ به ډېر قابو وم??ندلې شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم د ګرانۍ حوالې سره غونډې كوي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم د هڅو له كبله به د يو كال دننه په ګرانۍ قابو وم??ندلې شي۔ هغه ووئيل په ټاكنو كښې 21 مياشتې پاتې شوي دي۔ 5، 6 مياشتې خو د ټاكنو په تيارۍ كښې تېرېږي۔ اپوزيشن دې د احتجاج په ځائې په هېواد او قام رحم وكړي۔ هغه ووئيل په اسلام آباد كښې د 150 بېډز روغتون جوړؤ او د دې د بنياد تيګه به وزيراعظم عمران خان كېږدي۔ هغه ووئيل كابينې په اسلام آباد كښې د 1000 پولیس نفری بھرتي كولو اجازه وركړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې داخله وزير ووئيل د حكومت خوش قسمتي ده چې اپوزيشن ستړې شوې دې۔ د اپوزيشن وخت نه تېرېږي٬ ځكه هغه د حكومت په ضد د احتجاجي لاريون ??يس??لو سوچ كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل مريم نواز حساس ادارې په نخښه كوي۔ د هغې لخوا په حساس ادارو تورونه لګولې شي كوم به چې تر ډېرې مودې اغېزې لري۔ مريم نواز خپله كنده په خپله كندي۔ هغه ووئيل حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل سېف سټي منصوبې ته به نور 16 ګاډي وركړؤ۔
متعلقہ مضامین
-
Mohsin Naqvi opens Islamabad’s first anti-smog nursery
-
Pakistan, Ethiopia explore avenues of cooperation in trade, climate resilience
-
Six terrorists killed in Kalat IBO
-
PG الیکٹرانک کریڈیبلٹی انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم
-
MQM leader says Kamal, Qaimkhani trapped like Afaq Ahmed
-
Sindh governor accepts Qaim’s resignation as CM
-
Pakistan to respond in befitting manner if war imposed on it
-
PEMRA seals two cable operators offices
-
مٹر پری سرکاری ڈاؤن لوڈ گیٹ وے: آپ کا سرکاری دستاویزات تک آسان رسائی
-
Geely کارڈ گیم ایماندار بیٹنگ انٹری کی منفرد دنیا
-
Geely کارڈ گیم ایماندار بیٹنگ انٹری کی منفرد دنیا
-
Geely Card Game کی آفیشل ویب سائٹ سے مکمل تعارف